د جنوبي وزیرستان اوسېدونکو مکين کې د پوځي برېګېډ ودانۍ مخې ته پرلت وهلی

د رازین سیمې خلک وايي چې وسلوالو طالبانو یې د فبرورۍ پر پینځمه په لرګیو بار څلور ګاډي سوځولي ول ــ انځور له ارشيفه

د بر جنوبي وزیرستان ضلعې اوسېدونکو له تېرو پينځو ورځو راهیسې په مکین کې د پوځي برېګېډ د ودانۍ مخې ته احتجاجي ناستې ته دوام ورکړی دی.

دوی غوښتنه کوي چې حکومت دې ورته د هغو ګاډو معاوضه ورکړي چې وسلوالو طالبانو سوځولي ول.

د جنوبي وزیرستان د رازین سیمې خلک وايي چې وسلوالو طالبانو یې د فبرورۍ پر پینځمه په لرګیو بار څلور ګاډي سوځولي ول.

خو د ناقانونه ډلې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) جنوبي وزیرستان مشر ابو یاسر مسید د فبرورۍ پر شپږمه مشال راډیو ته ویلي ول چې هغوی د ځنګلونو او ونو پر وهلو بنديز لګولی دی.

نوموړي زياته کړې وه چې په سيمه کې به هېڅوک د کور له استعماله پرته د لرګیو لپاره نه ونې وهي او نه به یې کاروبار کوي. مسيد منلې وه چې د جنورۍ پر پينځمه يې د لرګيو د کاروباریانو څلور ګاډي سوځولي ول.

بل خوا د جنوبي وزیرستان د پولیسو مشر شبیر حسین وايي چې په مکین کې يې د ګاډو سوځولو د پیښې مقدمه د "نامعلومه کسانو پر ضد درج" کړې او په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.