د روسیې پوځ ویلي دي چې د اوکراین د انرژۍ پر بېخبنا یې "لویه حمله کړې" ده او هغه لارې یې تړلې دي چې ورباندې هغه هېواد ته د غربي هېوادونو وسلې لېږدول کېږي.
د روسیې د دفاع وزیر ایګور کوناشېنکوف د فبرورۍ پر ۱۱مه له نورو معلوماتو او تفصیل ورکولو پرته وویل چې د انرژۍ پر هغه بېخبنا یې حمله کړې ده چې د اوکراین د دفاع او ټرانسپورټ صنعت لپاره مهمه ده.
ده زیاته کړې ده چې "ټول هدفونه" یې ویشتلي دي.
تر دې مخکې د اوکراین چارواکو په ډېریو ښارونو کې د برېښنا قطع کېدو خبر ورکړ خو پوځ یې دا هم ویلي دي چې د روسیې له ۱۰۰ څخه زیاتو توغول شویو کروز توغندیو څخه یې ۶۱ په فضا کې ویشتلي دي.
اوکراینیو چارواکو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۱،۱۰۰ روسیو پوځیانو د وژلو دعوه هم کړې ده چې په خپلواکه توګه یې تصدیق نه شي کېدای.
دا په داسې حال کې ده چې د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراین د روسیې د یرغل یو کال پوره کېږي.