پاکستان په ځينو اروپايي هېوادونو کې افغانانو ته وېزې ورکول بند کړل

د پاکستان بهرنيو چارو وزارت ودانۍ مخې ته پولیس ولاړ دی - انځور له ارشیفه

پاکستان په یو شمېر اروپايي هېوادونو کې خپلو سفارتخانو ته ویلي چې تر بل امر پورې دې د افغانستان وګړیو ته ویزې نه ورکوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت سرچینو د فرورۍ په ۱۲ مه مشال رېډیو ته د هغه لیک تصدیق کړی چې د فرورۍ په اتمه لیکل شوی او پکې یاد وزرات دغه هدایات خپلو سفارتخانو ته ورکړي دي.

هغه ليک د برتانیا، جرمني، هسپانیا، اېټالیا، فرانسې، بېلجییم، ایرلينډ، نېدرلینډز، پرتګال، یونان، اسټریا (اتریش) او ناروې په بېلابېلو ښارونو کې پاکستانیو سفارتخانو او کونسلګریو ته استول شوی چې پکې ویل شوي، تر بل امر پورې به د افغانستان وګړو ته په یوه کېټېګورۍ کې هم وېزې نه ورکوي.

په دې لیک کې د افغانستان وګړیو ته د ویزو نه ورکولو په اړه وضاحت نه دی شوی. خو د پاکستان بهرنیو چارو ځینو چارواکو د نومونو نه خپرولو په شرط مشال رېډیو ته ویلي چې په ځینو اروپايي هېوادونو کې د افغانستان وګړیو ته په جعلي اسنادو خوا او شا ۱۶۰۰ ویزې جاري کړل شوې دي.

تر اوسه معلومه نه ده چې د وېزو دا بندیز به تر کومې دوام لري.