مینېنجایټس یا سرسام څه ډول ناروغي ده او څنګه پېښېږي؟

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په روغتیا او درملنه خپرونه کې د مینېنجایټس (سرسام یا مننجیت) په اړه غږېږو. د امریکا د ناروغیو کنټرول او مخنیوي مرکز وايي، سرسام یا مغزي ماتوونکې تبه د مغزو یا حرام مغز غلاف یا د خوندیتوب د پردې پړسوب او التهاب له وجې پېښېږي چې پکې بیکټېریايي هغه تر ټولو زیاته جدي او مرګونې ده. له دې پرته وایرس او نور جراثیم او ژوبلېدل هم دا ناروغي پېښولای شي. خپرونه د غږ په ځای کې واورئ.