د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، په افغانستان کې د اسلامي دولت (داعش) وسلوالې ډلې ګواښ لاهم شته.
د دې وزارت ویاند نېډ پرایس د فبرورۍ پر ۱۳مه اوونیزې خبري غونډې ته د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د داعش خراسان څانګه ډېره خطرناکه ډله ده.
پرایس د ۲۰۲۱ز کال په اګست مياشت کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پرمهال د کابل په هوايي ډګر کې د خونړي برید، چې مسوولیت یې دې ډلې ومانه، یادونه وکړه او زیاته یې کړه چې ولسمشر جو بایډن د اسلامي دولت ډلې له مينځه وړلو ته ژمن دی.
پرایس یوځل بیا ټینګار وکړ چې که داعش پر امریکا او متحدانو یې د برید پلان جوړ کړي نو امريکا به یې د مخنیوي لپاره په اقدام لاس پورې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو امنیتي ځواکونو تېره شپه (د فبرورۍ پر ۱۳مه) د پلازمېنې کابل په سید نورمحمد شاه مېنه کې پر یوه کور، چې د طالبانو په وینا د داعش مرکز وو، برید وکړ.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد مشال راډیو ته وویل چې دا کور د داعش پټنځای وو، او په وينا يې هلته پټو کسانو په یوشمېر پخوانیو حملو کې لاس درلود. نوموړي زياته کړه چې په دې عملیاتو کې څو تنه داعشیان وژل شوي دي.
بل خوا داعش وسلوالې تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښوولی.