د پېښور په "مفکوره" کې د موسيقۍ زده کړې پيل شوي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د دې اوونۍ په "هارون باچا هنري ګړۍ" کې په پېښور کې د "مفکورې" په نوم د يوې ادارې له خوا د سيمې د ځوانانو لپاره د موسيقۍ د زده کړو پر پروګرام غږېدلي يو. دا پروژه د موسيقۍ يو پېښور مېشتی استاد پروفيسر اې ار انور مخ ته وړي. مفکوره د "رڼا بڼ" په نوم د ماشومانو لپاره يوه مجله هم چاپوي. د خپرونې په وروستۍ برخه کې مو د هغې پروژې له مسوول جاوېد ثاقب سره خبرې کړې دي. د تل په څېر دا ځل هم په خپرونه کې سندرې اورېدای شئ.