د امریکا مرستیاله ولسمشره وايي روسیې په اوکراین کې "د بشریت ضد جرمونه" کړي دي

کاملا هیرېس د فبرورۍ پر ۱۸مه د میونښ غونډې ته د وینا پر مهال.

د امریکا د ولسمشر مرستیاله وايي، دوی په دې نتیجه رسېدلي چې روسیې په اوکراین کې "د انسانیت پرضد جرمونه" کړي دي.

د امریکا د ولسمشر مرستیالې کاملا هیرېس ویلي چې روسیو ځواکونو پر اوکراین د "بې له پارونې" یرغل پر مهال د ولسي خلکو خلاف "پراخې او منظمې" کاروایۍ کړې دي.

نوموړې د فبرورۍ پر ۱۸ مه په میونښ (مونشن) کې کلنۍ امنیتي غونډې ته وویل چې واشنګټن د ثبوت په لیدلو دې نتیجې ته رسېدلی دی.

هیرېس دا هم وویل چې روسي ځواکونه په اوکراین کې د خلکو په "شکنجه کولو او جنسي تېریو کې ککړ" دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینتني بلېنکن هم د میونښ په امنیتي غونډه کې وویل چې د بشریت ضد جرمونه "تر ټولو بد جنایتونه" ګڼي.

بلېنکن وویل چې امریکا به د اوکراین د خلکو لپاره د انصاف ترلاسه کولو په لړ کې "تر هر حده" ځي.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دېمېترو کولېبا هم په هغه غونډه کې ګډون وکړ. نوموړي د امریکايي چارواکو د بیانونو هرکلی وکړ او و یې ویل چې "روسیې په اوکراین کې ټولوژنه پیل کړې ده."

روسیې د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراین یرغل وکړ چې پکې تر اوسه دواړو خواو ته په زرګونه کسان وژل شوي او په لکونه اوکراینیان بې کوره شوي دي.

روسیې د امریکايي او اوکراینیو چارواکو د څرګندونو په غبرګون څه نه دي ويلي خو تر دې مخکې یې ورته تورونه رد کړي دي او وايي چې په جګړه کې ولسي وګړو ته زیان نه رسوي.