په سوات کې په برید کې ۱ نرښځی وژل شوی دی

په پاکستان کې وخت په وخت پر نرښځیو د بریدونو ضد مظاهرې شوې دي - پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا د سوات په مینګوره کې په یو برید کې یو نرښځی وژل شوی او بل ژوبل شوی دی.

د مینګورې د تاڼې محرر يار رووف خان مشال راډيو ته وویل چې د فبرورۍ پر ۱۹مه شپې دوه بجې وسلوالو هغه مهال د ښار په تاج چوک کې د نرښځيانو پر موټر ډزې وکړې چې هغوی له یو پروګرامه خپلې دېرې ته ستنېدل.

د یار رووف خان په وینا، وژل شوې نرښځۍ ماه نور نومېده او د ټپي هغه نوم اسرار دی.

پوليس وايي‌ چې د اسرار په مدعيت کې یې د نواب نومي تن پرضد د قتل مقدمه درج کړې ده.

دوی زیاتوي‌ چې د قتل وجه په ظاهره د نرښځيانو ترمینځ شخړه معلومېږي خو پلټنې روانې دي او پولیسو د ملزم د نیولو هڅې پیل کړې دي.

په پاکستان کې وخت په وخت پر نرښځیو حملې کېږي چې پرضد یې په هغه هېواد کې پراخې مظاهرې شوې دي.

د فبرورۍ پر ۱۱مه د خیبر پښتونخوا په کواټ کې یو کس خپل نرښځی ورور وواژه او دوه یې ژوبل کړل. د وژل شوي نر ښځي پلار عارف سليم پوليسو ته ويلي چې د ده زوی طارق سليم د کور له خلکو سره اړیکې پرې کړې وې او په تيرا بازار کې له نورو نرښځیو سره اوسېده.