افغانستان له متحده عربي اماراتو څخه د کرکټ د ۲۰ اوورونو لړۍ وګټله

(له ښي لوري) ابراهیم ځدراڼ او کریم جنت د فبرورۍ پر ۱۹مه د سیالۍ تر ګټلو وروسته.

د افغانستان کرکټ لوبډلې له متحده عربي اماراتو څخه د وروستۍ ۲۰ اووره سیالۍ په ګټلو د درې لوبو لړۍ په خپل نوم کړه.

د فبرورۍ پر ۱۹مه د ابوظبۍ په شیخ زاید لوبغالي کې لومړی بیټېنګ اماراتي لوبډلې وکړ او په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۳ منډې جوړې کړې.

په ځواب کې چې افغان لوبډلې بیټېنګ پیل کړ نو دوه لوبغاړي یې ژر وسوځېدل خو وروسته ابراهیم ځدراڼ تر څه وخته له افسر ځاځي سره لوبه پر مخ یوړه خو هغه وسوځېد او ورپسې نجیب الله ځدراڼ هم ژر وسوځېد چې له کبله یې د افغانستان بیټېنګ اغېزمن شو.

خو کریم جنت لوبغالي ته په راتګ تېزه لوبه پیل کړه او د افغان لوبډلې بریا ته یې لاره هواره کړه. هغه په ۲۲ توپونو (بالونو) ۵۶ منډې وکړې او د سیالۍ غوره لوبغاړی شو. ابراهیم ځدراڼ ۶۰ منډې وکړې.

تر دې مخکې د فبرورۍ ۱۸مې سیالي متحده عربي اماراتو او د فبرورۍ ‍۱۶مې هغهافغانستان ګټلې وه.

د افغانستان او متحده عربي اماراتو د کرکټ لوبډلو ترمينځ دا لوبلړۍ تر هغه وروسته تنظیم شوه چې د اسټرالیا کرکټ بورډ په مارچ کې له افغانستان سره د درو یو ورځنيو لوبو لړۍ لغوه کړه. اسټرالیا هغه اقدام د طالبانو له ‌خوا د ښځو او نجونو پرحقونو د تېري په غبرګون کې کړی وو.

پر دې برسېره، په پام کې ده چې د افغانستان او پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې د مارچ میاشتې په وروستیو کې د درو ۲۰ اووریزو لوبو په لړۍ کې يو بل ته مخامخې شي.

د هغو سياليو کره نېټه تر اوسه نه ده معلومه خو دواړو خواوو تایید کړې چې د افغانستان په کوربه توب به په متحده عربي اماراتو کې کېږي.