په ترکیه کې د افتونو په وړاندې د نظم ادارې د فبرورۍ پر ۱۹مه ویلي چې له دوو صوبو پرته په نورو ټولو ولایتونو کې يې د ژغورنې عملیات پای ته رسولي دي.
د ادارې مشر یونس سیزر خبریالانو ته ویلي چې په زیاتره لایتونو کې د لټون او ژغورنې کارونه بشپړ شوي دي، خو په قهرمان مراس او هاتای صوبو کې اوس هم دوام لري.
دا هم وګورئ:
د سوریې زلزله ځپلو سیمو ته د ملګرو ملتونو د مرستو کاروان رسېدلی دیترکیه او سوریه کې زلزله: ګڼ خلک لا هم د ویجاړو ودانیو لاندې ديپه ترکیه کې د فبرورۍ پر ۶مه د ۷.۸ شدت زلزله راغلې وه چې مرکز یې په قهرمان مراس کې بازارچېک ضلع وه.
یونس سیزر ویلي چې د زلزلې له کبله د وژل شويو کسانو شمېر ۴۰،۶۸۹ ته رسېدلی دی. دا زلزله په شام کې هم راغلې وه چې پکې تر اوسه پورې په دواړو هېوادونو کې تر ۴۴ زره زیات کسان وژل شوي دي.