د پاکستان حکومت د ولسمشر عارف علوي له خوا د پنجاب او خيبر پښتونخوا د اسمبليو ټاکنې اعلانول غير اييني کار بللی دی.
د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب د فبرورۍ پر ۲۰مه ناوخته په اسلام اباد کې د خبرې غونډې پر مهال وويل چې د عارف علوي دا ګام د ملک له ایین سره سمون نه خوري.
نوموړې وویل، "د پاکستان د ولسمشر دفتر د تحریک انصاف دفتر جوړ شوی دی، د پاکستان ولسمشر د عمران خان لاسپوڅی جوړ شوی دی."
مریم اورنګزېب زیاته کړې چې ولسمشر عارف علوي غواړي چې د ملک د ټولو مهمو ادارو واک په لاس کې واخلي او ټولې پرېکړې په خپل سر وکړي.
نوموړې ویل، "ولسمشر علوي غواړي چې د انتخاباتي کمېشن مشر هم جوړ شي، های کورټ هم جوړ شي، سپريم کورټ هم جوړ شي او پارلېمان هم جوړ شي."
بل پلو د پاکستان د انتخاباتو کمېشن هم د پنجاب او خیبر پښتونخوا د اسمبلیو ټاکنو په اړه د راپورته شوې ستونزې په اړه بېړنۍ غونډه رابللې ده.
دا له هغه وروسته ده چې د پاکستان ولسمشر عارف علوي د فبرورۍ پر ۲۰مه په خیبر پښتونخوا او پنجاب کې د اپرېل نهمه د صوبايي اسمبلیو د عامو انتخاباتو کولو نېټه اعلان کړې ده.
محمد عارف علوي دا اقدام د فبرورۍ پر ۲۰مه تر هغې یوه ورځ وروسته کړی دی چې انتخاباتي کمېشن ورته په لیک کې ویلي ول چې په پنجاب کې د انتخاباتو معامله په عدالت کې ده نو ځکه یې په اړه د پرېکړې واک نه لري.
د علوي دفتر په بیان کې ویلي دي چې د ۲۰۱۷ز کال د انتخاباتو د قانون د ۵۷مې مادې له لومړۍ برخې سره سم یې په دواړو صوبو کې د انتخاباتو نېټه اعلان کړې او د هم هغې مادې د دویمې برخې له مخې یې له انتخاباتي کمېشنه د انتخاباتو د پروګرام خپرولو غوښتنه کړې ده.
د هغه قانون د ۵۷مې مادې لومړۍ برخه ولسمشر ته "له کمېشن سره په مشوره د عامو انتخاباتو د نېټې یا نېټو" اعلانولو واک ورکوي. د هغې مادې دویمه برخه بیا انتخاباتي کمېشن دې ته اړ باسي چې د ولسمشر د نېټې تر اعلان وروسته په "اووه ورځو کې رسمي فرمان" خپور کړي، د "انتخاباتو پروګرام" اعلان کړي او ولس د خپلو استازو منتخبولو ته وروبولي.
په بیان کې راغلي دي چې ولسمشر د انتخاباتي کمېشن مشر ته لیک استولی دی او پکې یې ویلي دي چې هېڅ عدالتي فورم د انتخاباتو ځنډولو امر نه دی کړی او دا چې د انتخاباتو قانون یاده ماده د ده واک او اختیار نه شي محدودولای.
د ولسمشر دفتر دا بیان تر هغې وروسته خپور کړی چې د کمېشن سېکرټر ولسمشر عارف علوي ته فبرورۍ پر ۱۹مه په لیک کې وویل چې د دواړو صوبو د اسمبلیو تر ړنګېدو وروسته یې د خیبر پښتونخوا او پنجاب له ګورنرانو سره رابطې کړې دي خو تر اوسه یې د انتخاباتو نېټو په اړه ځواب نه دی ترلاسه کړی.
Secretary Election Commission of Pakistan writes to the Secretary , President of Islamic Republic of Pakistan pic.twitter.com/pzlQR45QGM
— Spokesperson ECP (@SpokespersonECP) February 19, 2023
دا تر هغې وروسته ده چې د پاکستان ولسمشر د هغه هېواد انتخاباتي کمېشن ته وویل چې په خيبر پښتونخوا او پنجاب کې دې د صوبايي اسمبليو لپاره سمدستي د انتخاباتو نېټه اعلان کړي.
محمد عارف علوي د فبرورۍ پر اتمه د انتخاباتي کمېشن مشر سکندر سلطان راجا ته په استولي ليک کې ویلي ول چې د انتخاباتو د نېټې په اعلان سره به پر " ګنګوسو د ولاړ خطرناکه پروپاګند" مخه ونيول شي.
په ليک کې راغلي ول چې د ايين له مخې د اسمبلۍ تر ماتېدو وروسته په ۹۰ ورځو کې دننه د انتخاباتو کول لازمي دي.
تر دې وړاندې انتخاباتي کمېشن په خيبر پښتونخوا او پنجاب کې په اپرېل مياشت کې د صوبايي انتخاباتو وړانديز کړی وو خو حتمي نېټه يې نه وه اعلان کړې.
ولسمشر ویلي که انتخاباتي کمېشن د خپلې دندې په ترسره کولو کې له ناکامۍ سره مخامخېږي نو د ايين د سرغړونې مسووليت به یې پر خپله غاړه وي.
د ولسمشر تر لیک یوه ورځ وروسته د پنجاب د پولیسو مشر ویلي ول چې د امنیتي اندېښنو له وجې په صوبه کې انتخابات نه شي کولای.
دا هم وګورئ:
انتخاباتي کمېشن ولسمشر ته: د پنجاب انتخاباتو موضوع عدالت کې ده ځکه پرېکړه نه شي کولایاخوا کمېشن ولسمشر علوي ته په خپل لیک کې ویلي دي چې د لاهور های کورټ د فبرورۍ ۱۰مې نېټې له امر سره سم یې د پنجاب له ګورنر سره رابطه وکړه خو هغه ورته په صوبه کې د انتخاباتو نېټه ور نه کړه، بلکې ورته یې وویل چې د های کورټ د امر پرضد درخواست دایروي.
عدالت پر هغه ورځ کمېشن ته ویلي ول چې سمدستي دې په صوبه کې د انتخاباتو نېټه اعلان کړي.
کمېشن د فبرورۍ ۱۹مې په لیک کې ویلي دي چې د ولسمشر د دفتر درناوی کوي خو د انتخاباتو په اړه ورسره مشوره نه شي کولای ځکه چې هغه معامله په عدالت کې ده.
صدر مملکت ڈاکٹر عارف علوی نے پنجاب اور خیبر پختونخواہ میں انتخابات کی تاریخ دے دیصدر مملکت نے الیکشن ایکٹ 2017 ء کے سیکشن 57 ایک کے تحت 9 اپریل بروز اتوار پنجاب اور خیبر پختونخواہ کی صوبائی اسمبلیوں کیلئے انتخابات کا اعلان کردیاhttps://t.co/Gr3iBpm8L2
— The President of Pakistan (@PresOfPakistan) February 20, 2023
تر دې مخکې د فبرورۍ پر اوومه د خیبر پښتونخوا ګورنر غلام علي ويلي ول چې هلته د ناامنۍ له کبله د صوبايي اسمبلۍ انتخابات نه شي کېدای او په کار ده چې تر اکتوبر مياشتې پورې انتظار وشي. ټاکل شوې چې په اکتوبر کې په پاکستان کې عام انتخابات وشي.
د خیبر پښتونخوا ګورنر د جنورۍ پر ۱۷مه د هغه وخت د اعلا وزير محمود خان پر سپارښتنه صوبايي اسمبلۍ ماته کړه. تر دې وړاندې د جنورۍ پر ۱۴مه د پنجاب اسمبلۍ ړنګه کړل شوې وه.
پاکستان تحريک انصاف، چې په پښتونخوا کې واکمن وو او په پنجاب کې په حکومت ورګډ وو، وايي د اسمبليو ماتولو هدف یې پر مرکزي حکومت فشار راوستل وو چې ژرترژره عام انتخابات وکړي.
خو د پاکستان اېتلافي حکومت وايي چې په هغه هېواد کې به د خپلي اييني مودې تر بشپړېدو وروسته د روان (۲۰۲۳ز) کال په اکتوبر مياشت کې عام انتخابات کوي.