کوټه کې د بارکان پېښې پرضد پرلت دوام لري
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د بلوچستان له بارکان ضلعې سره نېږدې له یوه کوهي څخه د یوې ښځې او د هغې د دوو زامنو تر مړو موندل کېدو وروسته لسګونه کسانو پرلت وهلی دی. احتجاجي ناسته د فبرورۍ پر ۲۱مه مازیګر مهال پیل شوه چې د فبرورۍ پر ۲۲مه هم روانه ده. مظاهرچیان تور پورې کوي چې هغه درې کسان د صوبايي وزیر سردار عبدالرحمان کېتراڼ په زندان کې بندیان ول، خو نوموړی دا تور ردوي. د بلوچستان حکومت د پېښې پلټنو لپاره کمېټي جوړه کړې. ویډيويي رپورټ.