ایران د ازادې اروپا راډیو د مشر جېمي فلای نوم د بندیزونو فهرست کې شامل کړی

د ازادې اروپا راډيو مشر جېمي فلای د یوې غونډې پر مهال - انځور له ارشیفه

ایران د اروپايي ټولنې او برتانیې د نویو اقداماتو په غبرګون کې د خپلو بندیزونو په فهرست کې د ازادې اروپا راډیو د مشر او اجراییوي رییس جېمي فلای نوم هم ورشامل کړی دی.

له نوموړي پرته یوشمېر نور کسان او ادارې هم د تهران د بندیزونو په نوملړ کې شاملې شوې دي. د ايران د بهرنيو چارو وزارت د فبرورۍ پر ٢١مه په یوه اعلاميه کې وویل چې د بنديزونو په فهرست کې شامل کسان هغه هېواد ته نه شي تللی او په ايران کې یې شتمنۍ کنګلېږي.

دا تر هغې وروسته ده چې د فبرورۍ پر ۲۰مه اروپايي ټولنې او برتانیې په ايران کې پر يوشمېر چارواکو او ادارو نوي بندیزونه ولګول. پر هغوی تور دې چې په ایران کې د ولسي مظاهرو پرضد یې په کاروایۍ کې رول لوبولی دی.

په ایران کې د مظاهرچیانو خلاف د کاروايۍ ترڅنګ پر هغو خبریالانو او پر معلوماتي سرچینو بندیزونه لګېدلي چې په هغه هېواد کې یې د روانو حالاتو په اړه د خبرونو او راپورونو ورکولو هڅه کړې.

د ازادې اروپا راډیو مشر جېمي فلای د ایران د بندیزونو په نوملړ کې تر شاملېدو وروسته وویل، "دا د ویاړ خبره ده چې د ایران حکومت راباندې بندیزونه ولګول."

نوموړي زیاته کړې چې د ازادې اروپا راډیو د ایرانۍ څانګې راډیو فردا پر "خبریالانو ویاړي" چې "د حکومت درواغ او ظلمونه په ډاګه کوي او د حقایقو په لټه اورېدونکو ته رسېږي. هېڅ یو څه به زموږ د کار مخه ونه نیسي."

مشال او ازادي راډیوګانې د ازادې اروپا راډیو څانګې دي.

په ایران کې مظاهرې د ۲۰۲۲ز کال په سېپټېمبر کې د پولیسو په حراست کې د یوې نجلۍ مهسا امیني تر بېهوښه کېدو او بیا مړینې وروسته پیل شوې. مظاهرچیان او د امیني کورنۍ وايي، هغه د پولیسو د تشدد له کبله مړه شوې، خو د ګشت ارشاد په نوم پولیسو چې نوموړې یې د حجاب قانون سرغړونې په تور نیولې وه، وايي، د هغې د مړینې لامل د زړه درېدل ول.