د خیبر پښتونخوا د سوات په مینګوره کې د جماعت اسلامي ګوند په مشرۍ د ګرانۍ زیاتېدو، ناامنۍ او نورو ستونزو پرضد احتجاجي جلسه شوې ده.
د مینګورې په نشاط څلور لاره کې د فبرورۍ ۲۶مې په جلسه کې په ملاکنډ کې د ټیکسونو نه لګولو، امنیت ټینګولو، پر ګرانۍ د قابو موندلو او د ضمني ټاکنو پر ځای عام انتخابات پر خپل ټاکلي وخت د کولو غوښتنه وشوه.
په دې جلسه کې د عوامي نیشنل ګوند، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، قامي وطن پارټۍ او د یوشمېر نورو ګوندونو غړي شامل ول خو د تحریک انصاف ګوند غړي نه ول ورغلي.
په ورستیو کې د نورو سیمو غوندې په سوات کې هم ناامني زیاته شوې دي چې له کبله یې د هغې سیمې خلک د وسلوالو د شتون په اړه اندېښمن شوي دي.
حکومت وايي، د ناامنۍ پرضد یې اقداماتو ته دوام ورکړی او د اقتصاد سمولو ته ژمن دی.
په ملاکنډ کې په وروستیو میاشتو کې د ټیکسونو پرضد پراخې مظاهرې او غونډې شوې دي. دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې چې د ۲۰۲۳ز کال د جون له میاشتې په ملاکنډ او هغو قبایلي سیمو کې ټیکس ولګېږي چې اوس د خیبر پښتونخوا برخه دي.
د سوات ریاست په ۱۹۶۹ز کال کې له یوې موافقې سره سم په پاکستان ورګډ شوی وو او هغه مهال پرېکړه شوې وه چې حکومت به ملاکنډ ته ټیکسونو او د کسټم قوانین نه غځوي.
د پاکستان وفاقي حکومت په ۲۰۱۸ز کال کې د ملاکنډ ډېوېژن ځانګړی حيثیت ختم کړ خو وعده یې وکړه چې هلته به تر پينځو کالو ټيکسونه نه لګوي.