اېټالیا کې د پېښې ښکار شوې کښتۍ کې د وژل شویو شمېر ۵۹ ته رسېدلی

د اېټالیا چارواکو په سمندرګي کې د پېښې ښکار شوې کښتۍ برخې پر ساحل اچولې دي - د فبرورۍ ۲۷مې انځور.

د اېټالیې جنوبي ساحل ته نېږدې په سمندرګي کې د کډوالو د یوې کښتۍ له ګټ سره جنګېدو په پېښه کې د وژل شویو شمېر ۵۹ ته رسېدلی دی.

چارواکي وايي، له لرګي جوړه هغه کښتۍ د فبرورۍ پر ۲۶مه په سمندرګي کې له یوه ګټ (ډبرې یا پرښې) سره وجنګېده او ډوبه شوه. دوی وايي، په وژل شویو کې ۱۲ ماشومان هم شامل دي.

د ولایتي حکومت یو چارواکی چې نوم یې نه دی ښوول شوی، رویټرز اژانس ته ویلي دي چې له ۸۱ ژغورل شویو کسانو څخه یې ۲۰ په روغتون کې داخل شوي دي.

اېټالیايي چارواکي وايي، هغه کښتۍ له ترکیې څخه د اروپا پر لوري روانه وه چې د کلابرییا سیمې ساحل ته نېږدې د پېښې ښکار شوه.

اندروکرونوس خبري اژانس ویلي دي چې په هغه کښتۍ کې له ۱۰۰ زیات کډوال سپاره ول او زیاتوي چې کښتۍ د خراب سمندري موسم له کبله د پېښې ښکار شوه.

اېټالیایۍ رسنۍ وايي، په هغه کښتۍ د پاکستان، افغانستان او ایران کډوال سپاره ول.

د مرکزي مدېترانې یا د روم سمندرګي لاره د نړۍ له خطرناکو لارو ګڼل کېږي. په هغه سمندرګي کې اروپا ته تر رسېدو مخکې د کډوالو ګڼې نورې کښتۍ هم ډوبې شوي.

د کډوالۍ د نړیوال سازمان د شمېرو له مخې له ۲۰۱۴ز کال راهیسې په مدېترانې سمندرګي کې شاوخوا ۲۶،۰۰۰ کډوال ډوب شوي. له دې ډلې څخه یوازې ۲،۰۰۰ تنه په ۲۰۲۲ز کال کې مړه شوي دي.