د امریکا هرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د فبرورۍ پر ۲۸مه د قازقستان پلازمینې استانې ته رسېدلی دی.
نوموړی به هلته د قازقستان، کرغیزستان، تاجکستان، ترکمانستان او ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره ملاقات کوي. تر دې سفر له مخه بلېنکن پر ټویټر ولیکل چې له مرکزي اسيايي هېوادونو سره د امریکا شراکتداري زیاتول غواړي.
هغه به هم د فبرورۍ پر ۲۸مه ناوخته ازبکستان ته سفر کوي. ټاکل شوې ده چې بلینکېن به په هند کې د ۲۰ لويو اقتصاد لرونکو هېوادونو (جي-)۲۰ په غونډه کې هم ګډون کوي.