د امریکا بهرنیو چارو وزارت رپورټ کې د ټي ټي پي فعالیتونو په اړه څه ویل شوي؟

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل نوي رپورټ کې ویلي دي چې وسلواله ډله تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په خیبر پښتونخوا کې د "شریعت نفاذ" لپاره هلې ځلې کوي. وزارت د فبرورۍ پر ۲۷مه "په ۲۰۲۱ز کال کې د نړۍ په هېوادونو کې د ترهګری پېښو" په اړه خپل رپورټ خپور کړ. په رپورټ کې راغلي چې تحریک طالبان پاکستان د شریعت راوستو په موخه د پاکستان پوځ او ریاست ضد وسلوال فعالیتونه پیل کړي دي. په رپورټ کې دا هم ویل شوي چې هغه ناقانونه ډله خپلو کسانو ته د روزنې ورکولو او د خپلو فعالیتونو لپاره قبایلي سیمې کاروي او دا چې القاعده وسله والې ډلې سره اړیکې لري. په خیبر پښتونخوا کې خبریالان او شنونکي وايي، ټي ټي پي په تېرو میاشتو کې د یوشمېر حملو ذمه واري منلې چې ښيي چې هغه ډله یو ځل بیا منظمه شوې ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، د ۲۰۲۱ کال په اګست کې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته تحریک طالبان پاکستان په هغه میاشت کې د ۳۲ او په سېټېمبر کې یې د ۳۷ بریدونو ذمه واري ومنله. خو د خیبر پښتونخوا د کورنیو چارو وزارت پخوانی سېکرټر سید اختر علي شاه وايي چې هغه ډله دومره پیاوړې نه ده چې په ټوله صوبه کې دې د شریعت په نافذولو یا د نورو موخو په ترلاسه کولو بریالۍ شي. د پاکستان حکومت په تېرو میاشتو کې په بیا بیا ټینګار کړی دی چې د "ترهګرۍ ریښې ختموي" او وسلوال بیا منظمېدو ته نه پرېږدي. د پاکستان پوځ او پولیس وايي، په بېلابېلو ځایونو کې یې د ټي ټي پي پرضد عملیاتو ته دوام ورکړی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت رپورټ او په اړه یې د شنونکو د دریځ په اړه تفصیل د غږ په ځای کې واورئ.