د پاکستان نومیالی اداکار قوي خان ومړ

له ښي لوري لومړی محمد قوي خان د یوې ډرامې د فېلمبندۍ پر مهال - پخوانی انځور.

د پاکستان ټېلېوېژن، راډیو او فېلمونو نومیالی هنرمند محمد قوي خان د ۸۰ کلونو په عمر کې ومړ.

د پاکستان دولتي ټېلېوېژن د مارچ پر شپږمه پر خپله ووبپاڼه لیکلي دي چې قوي خان له اوږدې مودې راهیسې د پښتورګو (ګردو یا بډوډو) په ناروغۍ اخته وو.

په خبر کې راغلي چې د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د نوموړي پر مړینه خپګان ښوولی دی.

پاکستان ټېلېوېژن وايي، قوي خان د خپل کار او زیار لپاره د پرایډ اف پرفارمنس په ګډون یوشمېر جایزې ګټلې وې.

د پاکستان د انګرېزۍ ژبې ډان ورځپاڼه وايي چې نوموړي د مارچ پينځمې پر ماخوستن د کاناډا په یوه روغتون کې سا ورکړه.

د ورځپاڼې په خبره، قوي خان په خپل پلرني ښار پېښور کې د ماشوم اداکار په توګه د پاکستان په دولتي راډیو کې کار پیل کړ او وروسته یې په ۱۹۶۴ز کال کې په پاکستان ټېلېوېژن کې کار پیل کړ.

ورځپاڼه وايي، نوموړي یو کال وروسته په فېلمونو کې اداکاري شروع کړه.

قوي خان په لسګونه ډرامو او فېلمونو کې اداکاري کړې وه او په وروستیو کلونو کې هم د شخصي ټېلېوېژن چینلونو په ډرامو کې ښکاره کېده.