د ترکیې پولیسو د افغان کډوالو اوبو کې بنده کښتۍ ساحل ته لېږدولې ده

ترکیو پولیسو په تېرو کلونو کې د کډوالو یوشمېر کښتۍ ژغورلې دي - پخوانی انځور.

د ترکیې پولیسو د افغان پناه غوښتونکو هغه بېړۍ خپل ساحل ته لېږدولې ده چې دوه ورځې د هغه هېواد او یونان ترمینځ په اوبو کې بنده وه.

د ترکیې رسنیو د مارچ پر شپږمه ویلي چې په کښتۍ کې د ۲۰ ماشومانو په ګډون ۶۰ افغانان سپاره ول.

بل پلو د خبریالانو د ملاتړ سازمان د اېټالیا ساحل ته نېږدې د کډوالو د کښتۍ په پېښه کې د یوې افغانې خبریالې تورپېکۍ امرخېل پر مړینه خواشیني ښوولې ده.

نوموړې د ملي راډیو ټېلېوېژن ویانده وه او په هغه کښتۍ کې مړه شوې وه چې د فبرورۍ پر ۲۶مه د اېټالیې جنوبي ساحل ته نېږدې په سمندرګي کې له ګټ سره تر جنګېدو وروسته ډوبه شوې وه.

په هغه پېښه کې د ۳۲ افغانانو په ګډون۵۹ کسان وژل شوي ول.

اېټالیایۍ رسنۍ وايي، په هغه کښتۍ د پاکستان، افغانستان او ایران کډوال سپاره ول.

د مرکزي مدېترانې یا د روم سمندرګي لاره د نړۍ له خطرناکو لارو ګڼل کېږي. په هغه سمندرګي کې اروپا ته تر رسېدو مخکې د کډوالو ګڼې نورې کښتۍ هم ډوبې شوي.

د کډوالۍ د نړیوال سازمان د شمېرو له مخې له ۲۰۱۴ز کال راهیسې په مدېترانې سمندرګي کې شاوخوا ۲۶،۰۰۰ کډوال ډوب شوي. له دې ډلې څخه یوازې ۲،۰۰۰ تنه په ۲۰۲۲ز کال کې مړه شوي دي.