د مارچ پر اتمه د لادرکو لپاره د بلوڅ ښځو مظاهره

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په کراچۍ کې د مارچ پر اتمه، بلوڅانو ښځو لاريون کړی. دوی تور پورې کړ چې د پاکستان امنيتي ځواکونه یې اوس د نارينوو تر څنګ ښځې هم په زور لادرکه کوي. دوی غوښتنه وکړه چې د بلوڅ ښځو حقونه دې نه تروړل کيږي. د پاکستان امنيتي ځواکونو هېڅکله د ښځو نيول نه دې منلي. دوی د جبري لادرکيوو په اړه دريځ لري چې د موندلو لپاره یې يو حکومتي کمېشن جوړ شوی دی. د کراچۍ مظاهرې په اړه د نياز علي خان ويډيو راپور وګورئ.