فریډم هاوس وايي په نړۍ کې د بیان ازادي کمه شوې ده

خبریالان په کابل کې: د طالبانو حکومت په مهال افغان خبریالان له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي - انځور له ارشیفه

د بیان ازادۍ لپاره کار کوونکې، د بشري حقونو نړیوالې ادارې فریډم هاوس ویلي چې په ۲۰۲۲ز کال کې په نړیواله کچه د بیان ازادي کمه شوې وه.

ادارې ویلي چې په تېرو ۱۷ کلونو کې پرله پسې د بیان ازادي کمه شوې ده. فریډم هاوس د مارچ پر نهمه په نړۍ کې د بیان ازادۍ په اړه په خپل کلني راپور کې وویل چې په ۲۰۲۲ کال کې د بیان ازادۍ لړ کې پر صفر درجې د راغلو هېوادونو شمیر له ۱۴ څخه ۳۳ ته پورته شوی دی او په لږ تر لږه ۱۵۷ هېوادونو او سیمو کې د رسنیو ازادي تر فشارونو لاندې راغلې ده.

په راپور کې افغانستان چې د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې طالبانو تر واکمنېدو وروسته پر رسنيوو ډير بندیزونه لګولي، د فریډیم هاوس د بیان ازادۍ په لیست کې په اتم نمبر راغلی دی. په راپور کې ويل شوي چې په افغانستان کې رسنۍ له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.

د افغانستان ترڅنګ بیلاروس چې اداري مشر الیکسانډر لوکاشینکا یې پر اوکراین د حملې لړ کې له روسیې سره نیږدې اړیکي لري، هم په اتم نمبر دی.

راپور د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین رژیم ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې هغه هېواد د ۲۰۲۲ږ کال په فبرورۍ کې پر اوکراین حمله وکړه چې دا ډول د هغه هېواد لخوا په ګرانه تر لاسه شوی جمهوري پرمختګ زیانمن کړي. په راپور کې ترکمانستان د بیان ازادۍ لړ کې د بدترینو هېوادونو په فهرست کې په دریم او تاجکستان پر اووم نمبر راغلی دی.