لاهور هایکورټ د عمران خان پر ويناوو د پېمرا لګولی بنديز وځنډاوه

عمران خان د يو تقریر په وخت - انځور له ارشیفه

لاهور های کورټ د مارچ پر نهمه د پاکستان د برېښنايي رسنیو د انتظام ادارې (پېمرا) هغه امر ځنډولی چې پر ټیليویژني چینلونو د پخواني وزیراعظم عمران خان په ویناګانو یې بندېز لګولی وو.

د پاکستان ډان ورځپاڼې او جیو نیوز ويلي‌چې په دې اړه به د مقدمې يوه بله اورېدنه د مارچ پر ۱۳مه کيږي. د مارچ پر نهمه شوې، په لاهور های کورټ کې په دې اړه شوې اورېدنه کې قاضي يا جج ويلي چې د عمران خان پر ويناوو بندیز د بیان د ازادۍ په خلاف کار دی. د تحریک انصاف مشر عمران خان وکیل رسنیو ته ویلي چې د پېمرا لخوا دا اقدام له ایین سرغړونه وه نو ځکه یې خلاف په عدالت کې درخواست جمع کړی وو.

پېمرا د مارچ پر پینځمه په خپل امر کې ویلي وو چې عمران خان په خپلو ویناګانو او بیانونو کې په دوامداره توګه پر دولتي ادارو بې بنسټه تورونه پورې کوي او د خپلو پاروونکو بیانونو له لارې د ریاستي ادارو او چارواکو پر ضد کرکه خپروي نو ځکه یې د خان د ژوندیو او ثبت شویو ویناګانو او خبري غونډو پر خپرولو بندیز لګولی دی.

دا هم وګورئ: عمران خان: زما د حکومت په وخت ټول واک د جنرال باجوه سره وو، پرېکړې هغه کولې

پېمرا د عمران خان د مارچ د پینځمې نېټې وینا مثال ورکړی وو او ویلي یې وو چې د پاکستان ټېلېوېژنونو د لاهور په زمان پارک کې د هغه وینا "ژوندۍ خپره کړه" او پر مهال یې "د نشریاتو د ځنډولو مېکانېزم" نه دی کارولی. پېمرا ویلي وو چې دې حالت ته په کتو د هغې ادارې مشر د "خپل قانوني واک" په استعمال ټول ټېلېوېژن چینلونه د عمران خان د ویناګانو له خپرولو منع کوي.

د پاکستان پخواني وزیراعظم عمران خان په خپله دغه وينا کې ادعا کړې وه چې ژوند یې له خطر سره مخامخ دی. هغه د پوځ پر پخواني مشر جنرال قمر جاوېد باجوه نيوکې وکړي او بې له ثبوت وړاندې کولو یې ادعا وکړه چې باجوه د "درغلیو په قضیو کې د تورنو اوسنيو واکمنانو ملاتړ کوي."

جنرال باجوه د عمران خان د تازه تورونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو د ۲۰۲۲ کال د نومبر په پای کې یې د خپلې دندې ختمېدو پر مهال ویلي ول چې "تر ډېر غور و فکر وروسته" یې پرېکړه وکړه چې پوځ به نور په سیاست کې ګوتې نه وهي.‌ ده د خان څرګندونو ته په اشاره ویلي ول چې کله پوځ په سیاست کې مداخله ونه کړه نو نیوکې پرې شروع شوې.

بلخوا د بلوچستان په مرکز کوټه کي یو ځایي عدالت د عمران خان د ګرفتارۍنا قابل ضمانت وارنټ جاري کړی دی. د کوټې د جوډیشل مجسټریټ لخوا د مارچ پر نهمه د عمران خان خلاف په جاري شوي وارنټ کې د هغه د ګرفتارولو حکم شوی او ویل شوي چې عدالت ته دې وړاندې کړل شي.

پر عمران خان تور دی چې د پاکستان امنيتي ادارو پر ضد یې ویناوې کړي. له همدې امله د هغه په خلاف د کوټې په بحلي روډ تاڼه کې مقدمه درج شوې ده. دا مقدمه د کوټې پولیسو د یو ځايي اوسېدونکي عبدالخلیل کاکړ پر درخواست په پاکستان کې د برېښنايي جرمونو د مجازاتو قانون ( پیکا ایکټ) لاندې د مارچ پر شپږمه درج کړې وه. په قضیه کې ویل شوي چې عمران خان په دا وروستیو کې د پاکستان د ادارو په ضد ویناوې کړي چې دا ډول د ولس په زړونو کې د ادارو خلاف کرکه پیدا کړي.