پي اېس اېل: پېښور زلمي او ملتان سلطانز نن سیالي لري

د لاهور قلندرز لوبغاړي د مارچ پر نهمه له اسلام اباد یونایټېډه د سیالۍ تر ګټلو وروسته یو بل ته مبارکي ورکوي.

د پاکستان سوپر لیګ (پي اېس اېل) په نوم د ۲۰ اووره کرکټ د اتم پړاو په سياليو کې پېښور زلمي او ملتان سلطانز یو بل ته مخامخېږي.

د مارچ پر ۱۰مه په راولپېنډۍ کې سیالي د پېښور پر وخت د ماخوستن پر اووه او د کابل پر شپږ نیمو بجو پیلېږي.

تر دې مخکې، د مارچ پر نهمه لاهور قلندرز لوبډلې اسلام اباد یونایټېډ ته په ۱۱۹ منډو ماتې ورکړه.

د راولپېنډۍ په لوبغالي کې لومړی بیټېنګ لاهور قلندرز وکړ او په ۲۰ اوورونو کې یې د پینځو لوبغاړو په سوځېدو ۲۲۶ منډې جوړې کړې. د هغې لوبډلې فخر زمان ۱۱۵ منډې جوړې کړې او د سیالۍ غوره لوبغاړی شو.

په ځواب کې د اسلام اباد یونایټېډ لوبغاړي ژر وسوځېدل او بیټېنګ یې له خورا مشکل سره مخامخ شو. د هغې لوبډلې اعظم خان د ژوبلېدو له کبله بیټېنګ و نه کړای شو او پاتې ټول لوبغاړي یې په ۱۶م اوور کې په ۱۰۷ منډو وسوځېدل. د لاهور قلندرز لوبډلې راشد خان څلور وېکټې واخیستې.

په هغو سیالیو کې لومړی مقام د لاهور قلندر لوبډلې دی چې ۱۴ شمېرې یا پواینټونه یې ترلاسه کړي دي. اسلام اباد یونایټېډ په ۱۲ شمېرو پر دویم مقام ده.

تر دې وروسته ملتان سلطانز په اته پواینټونو پر درېیم مقام ده او پېښور زلمي هم په اتو شمېرو خو کم رن رېټ څلورم ځای نیولی دی. کوټه ګلیډیېټرز په شپږو پواینټونو په پینځم او کراچۍ کېنګز په څلورو شمېرو پر شپږم مقام ده.

د پي اېس اېل د روان پړاو سيالۍ د فبرورۍ پر ۱۳مه پيل شوي او د مارچ تر ۱۹مې پورې به روانې وي.

د ۲۰ اووره کرکټ د هغې اتلولۍ په سیالیو کې شپږ لوبډلې پېښور زلمي، کوټه ګلېډیېټرز، لاهور قلندرز، ملتان سلطانز، اسلام اباد یونایټېډ او کراچۍ کېنګز برخه اخلي.

د پي اېس اېل د اتم پړاو دا لوبې د کراچۍ، راولپېنډۍ، ملتان او لاهور په لوبغالو کې کېږي چې پکې یوشمېر بهرني لوبغاړي هم برخه اخلي.