امریکا د چین په منځګړیتوب د ایران او سعودي عربستان ترمنځ په اړیکو کې د بدلون هرکلی کړی دی خو د ژمنو پوره کولو لپاره یې پر تهران شک څرګند کړی دی.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي د مارچ پر ۱۰مه وویل چې " د ډیپلوماټیک تړون هرکلی کوي" که چیرې دا د مثال په توګه په یمن کې د سولې لامل شي چیرې چې دوه سیمه ییز قدرتونه د مخالف اړخونو ملاتړ کوي.
جان کربي وویل دوی به ګوري چې ایا ایرانیان به له خپلې خوا موافقې ته درناوی وکړي او که نه؟
د نوموړي په وینا ایران داسې یو رژیم نه دی چې په عمومي ډول خپلې ژمنې پوره کړي.
کله چې له جان کربي د امریکا د متحد سعودي عرب او د هغوی "د اصلي دښمن" ایران سره په یوځای کولو کې د مرستې لپاره د چین د غیر معمولي کردار په اړه پوښتنه وشوه نو نوموړي وویل چې ایران بهرني فشار او کورنۍ بیقرارۍ د خبرو میز ته راوستی دی.
نوموړي زیاته کړه چې امریکا چین څاري چې د خپلو شخصي ګټو لپاره د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د نفوذ زیاتولو او پښو ټینګولو هڅې کوي.