جماعت اسلامي د مولانا هدایت الرحمان خوشي‌کولو لپاره احتجاج کړی

د جماعت اسلامې ګوند مشر سراج الحق په خپله وینا کې وویل چې د مولانا هدایت الرحمان د خلاسون لپاره حکومت ته د یوې اونۍ وخت ورکوي.

جماعت اسلام د خپل مخکښ مولانا هدایت الرحمان د خوشي‌کولو لپاره د مارچ پر ۱۰ په کوټه کې احتجاج کړی دی.

په دي احتجاج کې د جماعت اسلامي د کوټې، پښېن، مستونګ او شاوخوا نیژدې سیمو غړو او پلویانو ګډون کړی وو.

د جماعت اسلامې ګوند مشر سراج الحق په خپله وینا کې وویل چې د مولانا هدایت الرحمان د خلاسون لپاره حکومت ته د یوې اونۍ وخت ورکوي.

هغه وویل، "زه نن حکومت ته د یوې اونۍ وخت ورکوم مولانا هدایت الرحمان دې خوشي کړل شي او د ګوادر د خلګو غوښتنې دي ومنل شي."

نوموړي زیاته کړه چې که حکومت یې غوښتنه ونه منله نو بیا دې د ده په وینا، له دوی څخه ګیله نه کوي. خو سراج الحق دا ونه ویل چې دوی به څه کوي؟

د احتجاج ګډونوال

په احتجاج کې شریک د یاد ګوند د کوټې جنرل سېکرټري پروفېسر سلطان محمد کاکړ مشال راډیو ته وویل چې د احتجاجونو دا لړۍ به په را روانو ورځو کې نوره هم پراخه کړي.

ده وویل،‌ "موږ نور د پاکستان له ټولو واکمنو او بلوچستان حکومت څخه خواست کوو چې مولانا هدایت الرحمان خوشي کړي."

مولانا هدایت الرحمان د ۲۰۲۳م کال د جنورۍ پر ۱۳مه پولیسو د بلوچستان په ګوادر کې له خپلو دوو ملګرو سره یو ځای نیولی وو.

پولیسو نوموړی د هغه پولیس سرتېري د وژنې په قضیه کې نیولی وو چې د ۲۰۲۲ز کال په ډېسېمبر کې په ګوادر کې د هغه غورځنګ د احتجاج پر مهال وژل شوی وو.

د جماعت اسلامي مخکښ او د "حق دو" تحریک مشر مولانا هدایت الرحمان د پولیس سرتېري په وژنه کې د لاس درلودلو تور رد کړی دی.

دا هم وګورئ: د پاکستان سېنېټرانو د مولانا هدایت الرحمان خوشې کولو غوښتنه کړې ده

مولانا هدایت الرحمان د جماعت اسلامي یو ځايي‌ مشر دی خو له تېرو ۲ کلونو راهیسې یې وار په وار په ګوادر کې ولسي احتجاجونه کړي او ګڼو خلکو یې ملاتړ کړی دی.

د هغه په مشرۍ د "حق دو " تحریک په ګوادر کې د غټو کښتیو او مشینونو (ټرالرو) له لارې د کبانو د ښکار بندولو، د سرحدي ځواکونو د پوستو ختمولو، د نشه يي توکو پرضد د اقداماتو او له ایران سره د سوداګرۍ لارې اسانه کولو غوښتنې لري.

د مولانا هدایت الرحمان په مشرۍ لومړی احتجاج د ۲۰۲۱ز کال په ډېسېمبر کې په ګوادر کې شوی وو چې پکې په لسګونه زره خلکو ګډون کړی وو.

د پاکستان په سېنېټ کې د جماعت اسلامي استازي مشتاق احمد خان د فبرورۍ پر شپږمه په خبرو کې وویل، مولانا هدايت الرحمان د ولس لپاره حق غوښت خو پر هغه ۱۸ مقدمې جوړې شوې دي.

د صوبايي حکومت په امر پولیسو د ۲۰۲۲ز کال د ډېسېمبر پر ۲۶مه په ګوادر کې مظاهرچیانو تیت و پرک کولو لپاره اوښکې بهوونکی ګیس هم کارولی وو.

د بلوچستان های کورټ د مولانا هدایت الرحمان د ضمانت درخواست رد کړی او هغه لا هم په جیل کې بند دي.