پي اېس اېل: نن پېښور زلمي او اسلام اباد یونایټېډ او لاهور قلندرز او کراچۍ کېنګز سیالۍ لري

د ملتان سلطانز لوبغاړي د مارچ پر ۱۱مه د کوټه ګلیډیېټرز عمر اکمل په سوځولو خوشالي کوي.

د پاکستان سوپر لیګ (پي اېس اېل) په نوم د ۲۰ اووره کرکټ د اتم پړاو په سياليو کې پېښور زلمي او اسلام اباد یونایټېډ او لاهور قلندرز او کراچۍ کېنګز لوبډلې یو بل ته مخامخېږي.

د مارچ پر ۱۲مه د پېښور زلمي او اسلام اباد یونایټېډ ترمینځ په راولپېنډۍ کې سیالي د پېښور پر وخت د ماسپښین پر دوو او د کابل پر یوه نیمه بجه پیلېږي. تر دې وروسته، د لاهور په قذافي لوبغالي کې د کراچۍ کېنګز او لاهور قلندرز ترمینځ سیالي د پېښور پر وخت د ماخوستن پر اووه او د کابل پر شپږ نیمو بجو پیلېږي.

تر دې مخکې، د مارچ پر ۱۱مه ملتان سلطانز لوبډلې کوټه ګلیډيېټرز ته په نهو منډو ماتې ورکړه.

د راولپېنډۍ په لوبغالي کې لومړی بیټېنګ ملتان سلطانز وکړ او په ۲۰ اوورونو کې یې د درو لوبغاړو په سوځېدو ۲۶۲ منډې جوړې کړې. د هغې لوبډلې عثمان خان په ۴۳ توپونو ۱۲۰ منډې جوړې کړې.

په ځواب کې کوټه ګلیډیېټرز په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۲۵۳ منډې جوړې کړای شوې. د ملتان سلطانز عباس اپرېدي هیټ ټرېک وکړ یعنې په درو توپونو یې درې لوبغاړي وسوځول. نوموړي د کوټه ګلیډیېټرز پینځه لوبغاړي وسوځول او د سیالۍ غوره لوبغاړی شو.

په هغو سیالیو کې لومړی مقام د لاهور قلندر لوبډلې دی چې ۱۴ شمېرې یا پواینټونه یې ترلاسه کړي دي. د مارچ ۱۱مې سیالۍ په ګټلو ملتان سلطانز په ۱۲ شمېرو او داراز، د ټولو منډو د جوړولو کچ یا نېټ رن رېټ له کبله دویم مقام ترلاسه کړی او اسلام اباد یونایټېډ په ۱۲ شمېرو پر درېیم ځای ده.

تر دې وروسته پېښور زلمي په اتو شمېرو څلورم ځای نیولی دی. کوټه ګلیډیېټرز په شپږو پواینټونو په پینځم او کراچۍ کېنګز په څلورو شمېرو پر شپږم مقام ده.

د پي اېس اېل د روان پړاو سيالۍ د فبرورۍ پر ۱۳مه پيل شوي او د مارچ تر ۱۹مې پورې به روانې وي.

د ۲۰ اووره کرکټ د هغې اتلولۍ په سیالیو کې شپږ لوبډلې پېښور زلمي، کوټه ګلېډیېټرز، لاهور قلندرز، ملتان سلطانز، اسلام اباد یونایټېډ او کراچۍ کېنګز برخه اخلي.

د پي اېس اېل د اتم پړاو دا لوبې د کراچۍ، راولپېنډۍ، ملتان او لاهور په لوبغالو کې کېږي چې پکې یوشمېر بهرني لوبغاړي هم برخه اخلي.