کراچۍ کې د ۲ کسانو د وژنې ضد احتجاجي پرلت ختم شوی دی

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) او ملي جمهوري غورځنګ (اېن ډي اېم) په کراچۍ کې د دوو کسانو د وژنې پرضد احتجاج ختم کړی دی. د پي ټي اېم یوه مخکښ مشر نور الله ترین د مارچ پر ۱۴مه شپې ناوخته په سهراب ګوټ کې پرلتوالو ته په وینا کې وویل، پولیسو ورسره منلې چې د وروستۍ پېښې او پکې د دوو کسانو د وژنې په اړه عدالتي کمېشن جوړوي او پینځه ورک کسان به موندل کېږي. دا تر هغې وروسته ده چې د مارچ پر ۱۳مه د کراچۍ د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې دعوه وکړه چې په منګوپیر کې یې په نښته کې د پولیسو پر دفتر په برید کې ککړ دوه مشکوک وسلوال وژلي او دوه یې نیولي دي. خو په سهراب ګوټ کې د پرلت یوه ګډونوال مشال راډیو ته وویل چې عبدالواحد یې زوی وو چې پولیسو او په ساده جامو کې خلکو د مارچ پر اوومه له کوره نیولی وو. یو بل پرلتوال محمد رحمان وايي، پولیسو دی او د ده ورور هم د مارچ پر اوومه نیولي ول خو دی یې خوشې کړ البته محمد مهران او یوشمېر نور کسان لا هم ورک دي. د فبرورۍ پر ۱۷مه د پولیسو پر مرکز د برید ذمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې وه. ویډیويي رپورټ.