امریکا وايي د روسیو الوتکو له خوا یې د ډرون الوتکې مخنیوی د "نړیوال قانون سرغړونه" ده

امریکا وايي روسیې یې د اېم کیو نهه په نامه د ډرون الوتکې مخه نیولې ده - پخوانی انځور.

امریکا د تور سمندرګي د پاسه د روسیې د جنګي الوتکو له خوا په هوا کې د هغه هېواد د جاسوسي ډرون الوتکې مخه نیول د "نړیوالو قوانینو سرغړونه" بللې ده.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند پيټریک رایډر ویلي چې د مارچ ۱۴مې پېښه د "د غیرمحفوظ او غیرمسلکي رویې" له امله مخې ته راغلې ده.

نوموړي وویل، "جیټ الوتکو پر اېم کیو - نهه ډرون تېل واړول چې په ښکاره ډول د الوتکې د ړندولو یا د تباه کولو هڅه وه."

د سپينې ماڼۍ ویاند جان کربي وویل چې د ملي امنیت سلاکار جیک سولېوان د پېښې په اړه ولسمشر جو بایډن ته معلومات ورکړي دي.

کربي زیاته کړه چې امریکايي چارواکي له خپلو روسي سیالانو سره مستقیمه رابطه کوي او "د دې غیر خوندي او غیر مسلکي مداخلې" په اړه یې له خپلو اندېښنو خبروي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس وویل چې امریکا د خپل احتجاج رېکارډولو په خاطر د روسیې سفیر ورغوښتی دی. نوموړي وویل چې په روسیه کې د امریکا سفیره لېن اېم ټریسي هم په ماسکو کې ورته اقدام کړی دی.

د روسیې د دفاع وزارت په یو بیان کې دا خبره رد کړې چې ګواکې الوتکه یې له ډرون سره په رابطه کې وه بلکې بې پیلوټه الوتکه تر "تېز فعالیت" وروسته نسکوره شوې ده.

بیان زیاته کړې چې ډرون الوتکه یې د کریمیا ټاپو وزمې ته نېږدې معلومه کړه.

روسیې کریمیا په ۲۰۱۴ز کې په غیرقانوني ډول له اوکراینه بېله کړه او له ځان سره یې تړلې کړې وه.