سعودي عرب وايي په ايران کې به "ژر پانګونه پیل" کړي

د سعودي عرب او ایران لوړپوړي چارواکو د چین په مینځګړتوب تر خبرو وروسته یو بل ته لاسونه ورکړي دي - د مارچ ۱۰مې انځور.

د سعودي عرب چارواکي وايي، له ايران سره د سفارتي اړيکو تر بحالۍ وروسته به په هغه هېواد کې پانګونه هم پيل شي.

دا خبره د سعودي عرب د ماليې وزیر محمد الجدعان د مارچ پر ۱۵مه په رياض کې يوې اقتصادي غونډې ته کړي.

نوموړي وايي، د سفارتي اړیکو د بیا رغولو تر موافقې وروسته ښايي "ډېر ژر" په ایران کې د سعودي عرب پانګونه پیل شي. "په ایران کې د سعودي د سرمایه کارۍ لپاره ډېرې موقعې دي او تر هغو چې د تړون د شرایطو درناوي کېږي، هېڅ خنډونه نه ویني."

ایران او سعودي عرب د تېرو یوشمېر کلونو تر مخالفتونو وروسته د مارچ پر ۱۰مه د دواړو هېوادونو ترمینځ د اړیکو پر رغولو سلا شول او و یې ویل چې په دوو میاشتو کې دننه سفارتونه بیا پرانیزي.

د دواړو هېوادونو ترمینځ په بیجنګ کې د چینايي چارواکو په مینځګړتوب د اړیکو رغولو په اړه مذاکرات وشول.

سعودي عرب د ۲۰۱۶ز کال په جنورۍ کې د شیخ نمر النمر په نامه د يو شيعه ديني مشر په ګډون ۴۷ کسان اعدام کړل چې تر هغه وروسته په تهران کې قهرجنو مظاهرچيانو د سعودي سفارت ځينو برخو ته اور واچاوه.

تر دې وروسته ریاض له تهران سره سفارتي تعلقات پرې کړل.