په ژوب کې په وسلوال برید کې ۷ تنه وژل شوي دي

د ژوب تحصیلدار وايي پېښه د مارچ پر ۱۶مه په مرغه کبزۍ سیمه کې شوې.

د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه ژوب کې په یو وسلوال برید کې اووه تنه وژل شوي دي.

د ژوب تحصیلدار سهېل احمد د مارچ پر ۱۶مه تر پېښې وروسته مشال راډیو ته وویل، د مرغه کبزۍ په غورلم سیمه کې د "نامعلومه وسلوالو" په ډزو کې یو ځايي کس احمد کبزی چې حکومت ته په "یوشمېر مقدمو کې مطلوب" وو هم وژل شوی دی.

احمد وايي، د هم هغو مقدمو له کبله کبزی له مودې راهیسې "مفرور" وو.

په سمدستي توګه معلومه نه ده چې د کبزي پرضد څه ډول مقدمې دایرې شوې وې. داراز، دا پته هم نه ده لګېدلې چې له هغه سره وژل شوي کسان څوک ول.

احمد وايي، وسلوال تر پېښې وروسته له سیمې تښتېدلي دي خو د لېویز ځواک سرتېرو یې لټون پیل کړی دی.

د ده په خبره، د لېویز ځواک سرتېري د وژل شویو کسانو مړي د ژوب روغتون ته لېږدوي چې تر هغې وروسته به مقدمه هم دایره شي.

دی وايي، تر اوسه د پېښې په تړاو څوک نه دي نیول شوي او دا هم نه ده معلومه چې د احمد کبزي په ګډون هغه اووه کسان چا او ولې وژلي دي.

خو د ژوب تحصیلدار سهېل احمد زیاتوي چې کبزي د سیمې له سردارانو سره بدي لرله.

البته د کبزي کورنۍ لا په دې اړه څه نه دي ویلي.