په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې کروندګر او د کرکیلې د څانګې چارواکي وايي چې په بیلا بیلو سیمو کې د خونانو یا زیتونو د باغونو د رسیدو سره که یو خوا شاړې زمکې ابادې شوې دي نو بل خوا یې د خلکو د مالي حالت په ښه کولو کې هم مهم رول لوبولی دی.
وفاقي حکومت دا لړۍ په کال د۲۰۰۱ ز کې پیل کړې وه او یوازې په ملاکنډ سیمه کې خواوشا د زیتونو ۴۰۰،۰۰۰ ونو قلمکاري شوې ده چې اوس ترې کروندګرو حاصل اخیستل پیل کړي دي.
د بلوچستان په لورالايي کې د زیتونو د پروژې مرستیال مشر حبیب الله کاکړ د مارچ پر ۱۵مه مشال راډیو ته وویل چې د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې یې تر اوسه د زیتونو یو میلیون ونې کرلې دي او سږکال یې د ۲۰۰،۰۰۰ نورو ونو د کرلو پلان جوړ کړی دی. نوموړی وايي چې د زیتونو له پیداوار سره د خلکو مالي حالت ښه شوی دی.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
"زموږ یو کروندګر د ۳۰ کالو له یوې ونې څخه ۶۰ لیټره تیل وویستل او یو لیټر په ۲۵۰۰ روپۍ خرڅیږي. یو بل کروندګر دی چې ۳۵ ونې یې وې او سږکال یې ترې ۷۵۰ لیټره تیل وویستل او ۲۲ لکه او پنځوس زره روپۍ یې وګټلې. نو دا رنګه خو په لاکونو ونې کېنول شوې دي چې په نتیجه کې یې یو ښه اقتصاد رامنځ ته شوی دی. پخوا دا ونې مونږ وړیا ورکولې، چا نه لګولې خو اوس په پیسو هم نه ملاویږي، هر کروندګر نرسرۍ لګول غواړي."
دغه شان د خیبر پښتونخوا په ملکنډ او قبایلي ضلعو کې هم په ځنګلي خونانو کې د قلمکارۍ لړۍ دوام لري او د زراعت د څانګې د معلوماتو تر مخې، تر اوسه په ټوله سیمه کې خواوشا ۴۰ لکه ونې کرل شوې دي. د دیر په تالاش کې کروندګر اسرار خان یو لک او پنځلس زره خونان کرلي دي چې هر کال ترې په سلګونو لیټره تېل راوباسي چې لوی سوداګر یې ترې اخلي او بیا یې په لویو ښارونو کې خرڅوي.
نوموړی وايي، باید حکومت د خونانو کروندګرو له نورې اسانتیاوې ورکړي او د باغونو په حفاظت کې ورسره مرسته وکړي: "دا مهال ډېر کروندګر دې لور ته راروان دي ځکه چې د خونانو ګټې ډیرې دي او د خلکو مالي حالت ورسره ښه شوی دی. یو خو دا دي چې حکومت دې د Bio products لپاره کروندګرو له بوتلې او نور اړین الات ورکړي. بل دا چې څنګه حکومت د نورو ځنګلونو حفاظت کوي نو د زیتونو د خوندي کولو لپاره دې هم قانون سازي وکړي ځکه چې دا زموږ قیمتي سرمایه ده او باید خوندي کړل شي. او دریم دا چې حکومت دې د قطراتي یا څاڅکو اوبه خور لپاره د کروندګرو سره مرسته وکړي."
د خیبر پښتونخوا په سوات کې یو بل کروندګر افضل شاه وايي چې پخپل کلي بریکوټ کې یې د خونانو د لګولو لړۍ پیل کړې ده چې په نتیجه کې یې خلکو ته روزګار هم ترلاسه شوی او د سیمې ښکلا ورسره هم ډیره شوې ده. نوموړی وايي، اوس هم په زرګونو ایکړه شاړې زمکې او غرونه داسې دي چې که خونان پرې وکرلی شي نو د ټول هیواد په اقتصادي پرمختګ کې مهم کردار لوبولی شي.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
بل خوا د زراعت د څانګې چارواکی حبیب الله کاکړ وايي چې حکومت په بیلا بیلو سیمو کې د زیتونو د میوې څخه د تیلو ویستو فابریکې لګوي، کروندګرو له نرسریانې جوړوي او په اولس کې د بیدارۍ لپاره یې کمپېن پیل کړی دی. نوموړی وايي چې د زیتونو څخه بې شمیره مصنوعات جوړیږي او دا ځانله د یو صنعت درجه ترلاسه کولی شي.
هغه وايي: "له دې نه یوازې تیل نه بلکې چایی، اچار، سینګار توکي او دوایانې جوړیږي. له دې نه خو سم صنعت جوړیدی شي. مونږ له بهره خوراکي تېل راوړو نو چې خپل وطن اباد کړو او دا وکرو نو له بهره به د تېلو راوړلو ضرورت پاتې نشي. سږکال یوې کمپنۍ زما نه د ۴ لکو لیټرو تېلو اخیستو ژمنه کړې ده."
د یادونې وړ ده چې پاکستان هر کال د خوراکي تېلو په درامد کولو خواوشا درې نیم اربه (مېلیارده) ډالره خرڅ کوي. کارپوهان وايي، که په پاکستان کې د زیتونو کر ته وده ورکړل شي نو پاکستان به نه یوازې دا چې خپل ضرورت پوره کړي بلکې د زیتونو نه جوړ مصنوعات به هم نورو هیوادونو ته د لیږلو جوګه شي.