روسیې د پوتین د نیولو په موخه د جرمونو نړیوالې محکمې حکم ته غبرګون ښودلی

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین او د هغه هیواد د ماشومانو حقونو چارواکې ماریا لووبلوا: زوړ انځور

د جرمونو نړيوال عدالت (ایي سي سي) د روسېې د ولسمشر ولادیميرپوتين د نيولو وارنټ جاري کړی دی.

عدالت د مارچ پر ۱۷مه په يوه بيان کې پوتين تورن کړی چې له اوکراين څخه په غېر قانوني توګه د ماشومانو انتقالولو زمه وار دی.عدالت وايي، د پوتین دا اقدام يو ډول جنګي جرم دی.

د جرمونو نړيوال عدالت په خپل بيان کې د روسېې د ماشومانو حقونو يوې چارواکې ماریا لووبلوا د نیولو هم ویلي دي. په نوموړې تور دی چې روسېې ته د اوکرايني ماشومانو لېږدولو امر يې کړی دی.

د اوکراين ولسمشر ولودومير زیلېنسکي دغه ګام ستایلی دی، له پریکړې وروسته نوموړي ویلي ''دا يوه تاريخي پرېکړه ده چې ورسره به تاريخي زمه وارۍ پېل شي.''

د کریملین ویاند دیمیتري پیسکوف وايي، د جرمونو نړيوال عدالت لخوا راپورته شوي سوالونه روسیې ته اشتعال انګېز ښکاري او ورته د منلو وړ نه دي.

د جرمونو نړیوال عدالت په نېدرلینډ کې دی او د نړۍ ۱۲۳ هیوادونه د دې غړي دي. یاده محکمه په غړو هیوادونو کې د جنګي جرمونو دوسیې څیړي او که عدالت د چا پر خلاف پریکړه وکړي او تورن کس په غړي هیواد کې موجود وي نو د عدالت د حکم د پرځای کولو په موخه یې پولیس نیولی او عدالت ته سپارلی شي.

روسیه، چین او د امریکا ترڅنګ ځینې هیوادونه د دې غړي نه دي خو د عدالت د دې پریکړې سره پوتین ۱۲۳ غړو هیوادونو ته د سفر پر مهال د پولیسو لخوا له د نیول کېدو خطر سره مخامخ کیدلی شي.