په قازقستان کې په مېلیونونو خلکو په پارلېماني انتخاباتو کې رایې کارولې دي.
دا په داسې حال کې ده چې په هغه هېواد کې اوسني حکومت د تېر کال تر خونړیو ناکراریو وروسته خپله سیاسي موده پوره کړه.
په قازقستان کې تېر کال په ناکراریو کې لږترلږه ۲۳۸ کسان وژل شوي ول.
د انتخاباتو مرکزي کمېټۍ ویلي چې د مارچ پر ۱۹مه د ۱۲ مېلیونو رجسټرډ رایو اچوونکو شاوخوا نیمايي کسانو یې د ۹۸ څوکیو پارلېمان استازو د ټاکنې لپاره ووټونه واچول.
د دریو بېلابېلو نظرپوښتنو له مخې، واکمن ګوند امانت د شاوخوا ۵۳ فیصده رایو په ګټلو تر ټولو مخکې دی. لږترلږه درې نورو ګوندونو د پارلېماني څوکیو ګټلو لپاره د پینځه سلنه رایو اخیستو شرط پوره کړی دی خو یوه نظرپوښتنه ښیي چې شپږ ګوندونه به څوکۍ وګټي.
ټاکل شوې چې د انتخاباتو رسمي او وروستۍ نتیجې د مارچ پر ۲۰مه اعلان شي.
هغه انتخابات د جون په مياشت کې تر هغې ټولپوښتنې وروسته شوي دي چې له مخې یې د اوږدمهاله پخواني مشر نور سلطان نظربايېف ځانګړي امتيازات ختم شول او په نومبر کې د ولسمشریزو ټاکنو په ترڅ کې د راتلونکو اووه کلونو لپاره د ولسمشر دنده ٦٩ کلن قاسم جومارت توقایېف ته وسپارل شوه.