د افغانستان او ایران د سوداګرۍ ګډې خونې بيا کار پیل کړی

د افغانستان او ایران ترمنځ پر سرحد خلک اوړي - انځور له ارشيفه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکو ويلي چې له ۱۸ کلونو وروسته یې د ايران سره د شريکې خونې کارونه بیا پيل کړي دي.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې مشرتابه پلاوي غړي خان جان الکوزی د مارچ پر ۲۰مه مشال راډيو ته وويل چې د افغانستان او ایران د سوداګرۍ ګډې خونې بیا کار پیل کړی چې د سيمې د اقتصاد لپاره ګټور دی.

الکوزي زیاته کړه چې د ګډې خونې د فعالیت د بیا پیلېدو له کبله به د افغانستان او ایران ترمنځ تجارت زيات او ګڼو خلکو ته روزګار پيدا شي. د هغه په وینا، دا مهال د دواړو هېوادونو ترمینځ سوداګري د کال دوه اربه ډالره ته رسېږي.