روسیه وايي په بېلاروس کې تاکتیکي اټومي وسلې ځای پر ځای کوي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له خپل بېلاروسي سیال الېکساندر لوکاشېنکا سره - پخوانی انځور

د روسیې ولسمشر ولادیمير پوتين اعلان کړی چې له بېلاروس سره تر موافقې وروسته هلته تاکتیکي اټومي وسلې ځای پر ځای کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په اوکراين کې د روسیې جنګ روان دی او بېلاروس د دواړو هېوادونو ګاونډی دی.

د روسيې دولتي خبري اژانس تاس د مارچ پر ۲۵مه د پوتين له خولې ويلي چې دا کوم "غيرعادي" ګام نه دی او نه هم د اټومي وسلو د خپراوي مخنيوي نړيواله موافقه ماتوي.

پوتين زیاته کړې چې امريکا دا ډول کارونه له ډېر وخته راهیسې کوي او په خپلو اتحادي هېوادونو کې یې تاکتيکي اټومي وسلې ځای پر ځای کړې دي.

د اټومي وسلو د نه خپرولو تړون د روسیې او امریکا په ګډون د نړۍ ۱۹۰ هېوادونو لاسليک کړی دی. هغه موافقه له ۱۹۷۰ز کال راهیسې عملي ده.

د امريکا دفاع وزارت په يو بیان کې ويلي چې د پوتين له اعلانه خبر دي او حالات "له نېږدي څاري." په بیان کې راغلي، داسې نښې نه شته چې ګواکې روسیه د اټومي وسلو د کارولو تیاری کوي.

بېلاروس د پخواني شوروي اتحاد برخه وه چې په ۱۹۹۱ز کال یې ازادي واخیسته. د ولسمشر الېکساندر لوکاشېنکا تر مشرۍ لاندې بېلاروس د روسیې له نېږدې متحدانو یو بلل کېږي.

په ۲۰۲۲ز کال کې پر اوکراین د روسیې تر برید وروسته د دواړو هیوادونو ترمینځ اړیکې نورې هم پراخې شوې.

پوتین تر یرغل وروسته تېر کال په ډېسېمبر کې بېلاروس ته سفر کړی وو او له لوکاشېنکا سره یې پر پراخو موضوعاتو پر "یووالي بحث" کړی وو.