د روسیې د دفاع وزارت پر اذربایجان له ارمنیا د هغه اوربند د موافقې ماتولو تور پورې کړی دی چې د مسکو په مینځګړتوب شوی وو.
د دفاع وزارت د مارچ پر ۲۵مه په بیان کې ویلي دي چې اذربایجاني ځواکونه له ټاکلې کرښې اوښتي دي.
باکو د روسیې د دفاع وزارت تور په غبرګون څه نه دي ویلي خو پر هم هغه ورځ یې ویلي ول چې په سیمه کې یې د یوشمېر سړکونو واک ترلاسه کړی دی چې ارمنیايي ځواکونه له خندق کیندلو وګرځوي.
دواړو هېوادونو د ۲۰۲۰ز کال په نومبر کې د روسیې په مینځګړتوب د اوربند موافقه کړې وه. باکو او یرېوان له لسیزو راهیسې له اذربایجانه د بېلې شوې نګورنو قره باغ پر سر لانجه لري.
په ۲۰۲۰ز کال کې د دواړو لوریو ترمینځ د نګورنو قره باغ پر سره جګړه شوې وه.
له اوربند راهیسې روسي سوله ساتي ځواکونه په نګورنو قره باغ سیمه کې پراته دي.