د سعودي او ايران بهرنيو چارو وزیران په روانې روژې مياشت کې ملاقات کوي

يوې ایرانۍ ورځپاڼې د سعودي او ايران سفارتي اړيکو بحالېدو په اړه راپور او تصویرونه خپاره کړي. انځور له ارشیفه

د سعودي عرب سرکاري خبرې اژانس (سي پی اې) ويلي چې د دې هېواد بهرنیو چارو وزیر به په روانې روژې میاشت کې له خپل ايراني سيال سره ملاقات کوي.

اژانس د مارچ پر ۲۷مه نېټه ويلي چې د سعودي د بهرنيوو چارو وزیر شهزاد فیصل بن فرحان او د هغه د ايراني سیال، حسين امير عبدالحيان دا لیدنه به د دواړو هېوادونو ترمينځ د اړيکو رغولو د تړون له مخې کېږي.

اژانس زیاتوي چې د بهرنيو چارو وزیرانو په تېرو څو ورځو کې د دويم ځل لپاره په ټېلېفون خبرې کړې او په روژه میاشت کې په ليدو سلا شوي دي. روژه ښايي د اپري تر ۲۰مې پای ته ورسېږي.

دواړه هیوادونه د چين په منځګړيتوب د مارچ پر ۱۰مه د یو بل سره تر ۷ کلونو وروسته د سفارتي اړیکو په بشپړ ډول په بیا رغولو سلا شول.

سعودي تر هغه وروسته د ایران سره اړیکې پرې کړې وې کله چې په ۲۰۱۶ کال کې ایراني مظاهره چیانو په سعودي عرب کې د شیعه عالم نمرالنمر له اعدام وروسته د سعودي پر سفارت خانه برید وکړ