تر۱۹ کلونو کم عمره افغان لوبډله د ۳ هېوادونو سیالیو پايلوبې ته ورسېده

افغان لوبغاړي بشير احمد د سري لنکا اووه وېکټې واخیستې - د مارچ ۲۸مې انځور.

د افغانستان تر ۱۹ کلونو کم عمر لرونکې لوبډله سري لنکا ته له ماتې ورکولو سره د درو هېوادونو يو ورځنيو سياليو پايلوبې ته ووته.

د مارچ پر ۲۸مه په متحده عربي اماراتو کې په سیالۍ کې افغان لوبډلې د ۳۲۴ منډو هدف ټاکلی وو چې سري لنکا یې په ځواب کې په ۵۰م اوور کې ۳۱۹ منډې وکړې او ټول لوبغاړي یې وسوځېدل.

په هغه سیالۍ کې د افغانستان لپاره په توپوهنه کې لوبډلمشر نعمان شاه ۱۱۶، سهېل خان او محمد هارون خان په ترتیب سره ۵۲ او ۵۶ منډې جوړې کړې.

په سيالي کې د سري لنکا لوبډلمشر هم سلیزه ووهله او په ۱۴۰ منډو وسوځېد.

په لوبه کې د افغانستان چټک توپ اچونکي بشیر احمد افغان د سري لنکا اووه لوبغاړي وسوځول او د سیالۍ د غوره لوبغاړي جایزه یې وګټله.

د درو هېوادونو سياليو پايلوبه د مارچ په ۳۰مه نېټه د افغانستان او بنګلادېش ترمينځ په متحده عربي اماراتو کې کېږي.