د تعليمي کال پیل: افغان نجونه د ښوونځيو په بندېدو خفه دي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په افغانستان کې نوی ښوونیز کال پیل شو خو یوازې د هلکانو لپاره. له شپږم ټولګي پورته نجونه لا هم په کورونو کې پاتې دي او ښوونځیو ته نه پرېښوول کېږي. د طالبانو حکومت منځنیو ښوونځیو، لېسو او پوهنتونونو ته د نجونو او ښځو د تګ مخه نیولې ده. زده کوونکې غوښتنه کوي چې طالبان دې ژرترژره ټولو نجونو ته د تعليم اجازه ورکړي. د اسوشيېټېډ پريس اژانس له ويډيوګانو جوړ رپورټ.