پاکستان کې ولې ځینې کسان د مېوو نه اخیستو کیمپېن کوي؟

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په پاکستان کې د روژې میاشت له پیلېدو راهیسې پر ټولنیزو شبکو د تازه مېوو له اخیستو څخه د پرېکون (بایکاټ) یو کیمپېن روان دی. د کیمپېن چلوونکي وايي، له دې کار سره به د مېوو بیې ښکته شي. خو یوشمېر کسان د دې کار مخالفت هم کوي او وايي، دا ډول کارونه د مېوه پلورونکو او مزدورانو پر کورني اقتصاد ناسم اغېز کوي. موږ په دې ویډیو کې د پرېکون مهم یا کیمپېن او د مېوو د لوړو بیو معلومولو هڅه کړې ده.