د سوات په چارباغ کې د روژه مات لپاره وړيا خواړه وېشل کېږي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د خيبر پښتونخوا د سوات په چارباغ کې يو کس هر کال د روژې په مياشت کې زرګونه خلکو ته پاخه شوي وړيا خواړه ورکوي. د دې کار انتظام کوونکی وايي چې دا کار د روژه دارو لپاره د ډالۍ په توګه کوي. بلخوا خواړه ترلاسه کوونکي کسان وايي چې په روانه ګراني کې وړيا خواړه لويه مالي ګټه ورته رسوي. په دې اړه د مشال راډيو ويډيويي راپور وګورئ .