د خيبر پښتونخوا په قبايلي سيمو کې لا هم ګڼ ماينونه پراته دي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په نړۍ کې هر کال د اپرېل پر څلورمه د ماینونو یا ځمکلاندې بمونو په اړه د پوهاوي زیاتولو او د ماینونو د پاکوالي ورځ لمانځل کېږي. خو د خیبر پښتونخوا په قبایلي ضلعو، په ځانګړې توګه په جنوبي وزیرستان کې لا هم وخت په وخت د ځمکلاندې بمونو د چاودنو پېښې رپورټ کېږي.