صديق الله له ناکاره ټايرونو د کار وړ توکي جوړوي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پښین اوسېدونکی صدیق الله د ګاډو او موټرسايکلونو له ناکاره ټایرونو داسې توکې جوړوي چې خلګ کار ورڅخه واخلي. د نوموړي په وينا د دې کار مقصد یې خلګ د ټایرونو له سوځولو راوګرځول او چاپېریال پاک ساتل دی. صديق الله وايي چې مخکې یې دغه شیان د خپل شوق لپاره جوړول خو اوس غواړي چې د کاروبار ذریعه یې وګرځوي.