له کورونو شړل شوي نرښځيان روژه څنګه تېروي؟

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پاکستان له بېلابېلو سیمو ځينې نرښځيان پلازمېنې اسلام اباد ته تللي او له کلونو راهیسې هلته اوسېږي. دوی وايي خپل کور کلی یې ځکه پرېښی چې د کورنيو غړيو ورسره بد چلند کاوه. خو دوی بیا هم وايي چې له کورنيو پرته په مساپرۍ کې روژې او اختر خوند نه لري. په اسلام اباد کې اوسېدونکي نرښځيان روژه ماتی او پیشنمی يو ځای کوي خو په وينا یې، د ملګرتيا خوشالي یې ځکه نيمګړې ده چې کلي، کورنۍ او خپلوان یې يادېږي. بشيرګواښ په دې اړه د اسوشيېټېد پرېس خبري اژانس له ويډيو راپور جوړ کړی.