په جنوبي وزیرستان کې په نښته کې ۲ سرتېري ژوبل شوي دي

په جنوبي وزیرستان کې امنیتي سرتېري د ګزمې پر مهال - پخوانی انځور.

د جنوبي وزیرستان په اعظم ورسک کې د امنیتي ځواکونو او وسلوالو ترمینځ په نښته کې دوه امنیتي سرتیري ژوبل شوي دي.

پولیس چارواکي وایي، د اپرېل درېیمې پر ماښام وسلوالو هلته د امنیتي سرتېرو پر پوستې برید وکړ چې تر دې وروسته د دواړو خواوو ترمینځ شاوخوا څلور ساعته نښته روانه وه.

د اعظم ورسک تاڼېدار عالمګیر مسید د اپرېل پر څلورمه مشال راډیو ته وویل، د اېف سي سرتېري له پوستې کوزېدل چې کمین نیونکو وسلوالو ورباندې برید وکړ او د سراج او ابراهیم په نوم دوه سرتېري یې ژوبل کړل. ''د سرتیرو د مرستې لپاره نور ځواکونه هلته ورتلل [او] پر هغوی هم د جېل غونډۍ له سیمې سره حمله شوې [چې] مرګژوبله یې نه ده اړولې خو یو ګاډی پکې خراب شوی دی.''

تحریک طالبان پاکستان د بریدونو ذمه واري منلې ده.

په وروستیو کې په خیبر پښتونخوا کې ناامني زیاته شوې چې پکې د امنیتی ځواکونو ترڅنګ ولسي خلکو ته هم مرګژوبله اوښتې ده. ناقانونه ډلې تحریک طالبان پاکستان په هغه صوبه کې د یوشمېر حملو ذمه واري منلې ده.