قرغزي ماشومانو لرغونې لوبه "کوک بورو" ژوندۍ ساتلې

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د قرغزستان په جمګال سیمه کې هلکان هره ورځ له ښوونځي وروسته د کوک بورو سخته سیالي کوي. په دې دودیزه لوبه کې پر اسونو سپاره کسان د وزې جسد د مخالفې ډلې ګول ته رسوي. خو هلته د ښوونځيو ماشومان په دې لوبه کې د مهارت تر لاسه کولو لپاره د اسونو پر ځای خره او د وزې پر ځای د رېګو بوجۍ کاروي. د مشال راډيو قرغز څانګې ويډيويي رپورټ.