په کوټه کې غبرګو چاودنو ۴ کسان وژلي‌ او تر ۲۰ زيات ژوبل کړي دي‌

لومړۍ چاودنه د اپرېل پر ۱۰مه د کوټې په کندهاري بازار کې د پولیسو موټر ته نېږدې وشوه.

د بلوچستان په مرکز کوټه کې غبرګو چاودنو د دوو پولیسانو په ګډون څلور کسان وژلي او ۲۳ یې نور ژوبل کړي دي.

د کوټې د پولیسو مشر زوهېب محسن خبریالانو ته وویل چې لومړۍ چاودنه د اپرېل پر ۱۰مه مازيګر مهال د کوټې په کندهاري بازار کې د پولیسو موټر ته نېږدې وشوه.

نوموړي‌ زیاته کړه چې هلته له ولاړ یو موټرسایکل څخه ښکاري‌ چې بارودي‌ مواد په هغه کې اېښودل شوي‌ ول.

محسن زياته کړه چې د چاودنې له امله هلته ولاړ د عادي خلکو ګاډيو، موټرسایکلونو او هټيو ته هم زیان اوښتی دی.

د کوټې سیول هسپتال ویاند وسیم بېګ تر پېښې وروسته مشال راډیو ته وویل چې په بمي چاودنه کې د دوو پولیسانو په ګډون د څلور واړه وژل شویو کسانو جسدونه او ژوبل کسان روغتون ته وروړل شوي دي.

خو نوموړي دا ونه ویل چې روغتون ته په ور وړل شویو ژوبلو کې څو پولیس او څو عام وګړي دي.

په کوټه کې د اپرېل پر ۱۰مه د شوې چاودنې ځای

کندهاری بازار د کوټې یو له هغو بازارونو دی چې پر روژې سربېره په عام وخت کې هم ګڼه ګوڼه پکې زیاته وي.

په کوټه کې د مشال راډیو خبریال وایي، چاودنه په داسې وخت کې شوې چې خلک د اختر د خریدارۍ لپاره بازار ته ورغلي ول.

بلوڅ بېلتون غوښتونکې ډلې "بلوچ لیبرېشن ارمي" د دې بريد ذمه واري منلې ده. دغې وسلوالې ډلې د اپرېل پر ۱۰مه رسنيو ته په يوه لېږل شوي بيان کې ويلي چې د بريد هدف يې پوليس چارواکی نصيرالحسن شاه وو چې د هغوی په وينا له نيول شويو ولسي بلوڅانو سره "ناوړه بشري چلند" کوي.

بل خوا تر دې پېښې لږ شېبه وروسته د کوټې پر سرياب سړک د پوليسو پر يو ګاډي د لاسي بم بريد شوی چې په نتيجه کې يې لږ تر لږه څلور کسان ژوبل شوي دي.

د خیبر پښتونخوا په څېر په بلوچستان کې هم په دې وروستيو کې ناامني زیاته شوې ده. د اپرېل پر نهمه د صوبې په کچلاغ سيمه کې له وسلوالو سره په نښته کې دوه پولیسان او یو وسلوال وژل شوی وو.

دا هم وګورئ:

د بلوچستان په کچلاغ کې دوه پولیس وژل شوي ديد پاکستان پوځ د يو "مهم بلوڅ وسلوال" نیولو دعوه کړې دهپه بلوچستان کې د سرحدي ځواک ۲ سرتېري وژل شوي

تر دې مخکې د روانې اپرېل میاشتې په پيل کې د بلوچستان په کېچ کې په برید کې څلور پوځیان وژل شوي ول.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې (ايي اېس پي ار) د اپرېل پر دویمه په بیان کې ویلي ول چې د اپریل په لومړۍ د ترهګرو یوې ډلې چې د ایران له لوري فعالیت کوي، پولې ته څیرمه د کیچ ضلعې په جلګي سیکټر د پاکستان په امنیتي ځواکونو برید کړی او ۴ پوځیان یې وژلي دي.

تر دې مخکې د مارچ پر ۱۶مه د صوبې په پښتون میشته سیمه ژوب کې په وسلوال برید کې اووه تنه وژل شوي ول. د بلوچستان چارواکي په بیا بیا ټینګار کوي چې د امنیت د ټینګښت لپاره کار کوي.