په کوټه کې چاودنې ۴ کسان وژلي او ۱۹ ژوبل کړي دي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د بلوچستان په مرکز کوټه کې چاودنې د دوو پولیسانو په ګډون څلور کسان وژلي او ۱۹ نور يې ژوبل کړي دي. د کوټې د پولیسو مشر زوهېب محسن خبریالانو ته وویل چې چاودنه د اپرېل پر ۱۰مه د کوټې په کندهاري بازار کې د پولیسو موټر ته نېږدې شوې ده.