د پاکستان په ۱۹ ښارونو کې د سرشمېرنې موده د اپرېل تر ۱۵مې غځول شوې

په پاکستان کې سرشمېرنه د مارچ له لومړۍ ڼېټې راهيسې د يوې مياشتې لپاره پيل شوې وه ــ انځور له ارشيفه

د پاکستان د شماریاتو اداره وايي چې د صوبايي حکومتونو پر سپارښتونو يې د روانې ډيجيټل سرشمېرنې موده د اپرېل تر ۱۵مې غځولې ده.

دغې څانګې د اپرېل پر پينځمه ويلي وو چې په پنجاب، سيند او خيبر پښتونخوا کې د سرشمېرنې تر ۹۰ فيصده زيات کار بشپړ شوی دی.

خو يادې ادارې د اپرېل پر ۱۰مه پر خپله رسمي ټويټر پاڼه ليکلي چې د سرشمېرنې څانګې مشر ډاکټر نعیم الظریف د پاکستان په ۱۹ ښارونو کې د سرشمېرنې د مودې غځولو منظوري ورکړه.

په دغو ښارونو کې کوټه، پښین، هرنايي، خضدار، پنجګور، کېچ، کوهلو، واشوک، ګوادر، ژوب، لسبېله، چاغي، نوشکی، مستونګ، لاهور، راولپېنډۍ، کراچۍ، ګلګت او اسلام اباد شامل دي.

په پاکستان کې سرشمېرنه د مارچ له لومړۍ ڼېټې راهيسې د يوې مياشتې لپاره پيل شوې وه.

تر دې مخکې په هغه هېواد کې سرشمېرنه په ۲۰۱۷ز کال کې شوې وه چې ورسره سم، د پاکستان ابادي ۲۰۸ مېلیونه وه.