د نيو زيلينډ کرکټ لوبډله د ۲۰ او ۵۰ اووره سياليو لپاره پاکستان ته رسېدلې ده

نيو زيلينډۍ لوبډله له پاکستان سره پینځه ۲۰ اووره او پینځه یو ورځنۍ سیالۍ کوي ــ انځور له ارشيفه

د نيو زيلينډ کرکټ ملي لوبډله له پاکستان سره د پينځو ۲۰ اووره او پينځو يو ورځنيو سياليو لپاره هغه هېواد ته رسېدلې ده.

د پاکستان کرکټ بورډ د اپرېل پر ۱۱مه پر خپله رسمي ټوېټر پاڼه د لاهور پر هوايي ډګر د نیو زیلینډ د کرکټ لوبغاړو د راتګ ويډيو خپره کړې ده.

ټاکل شوې چې د نیو زیلینډ لوبډله به د پاکستان پر وړاندې پینځه ۲۰ اووره او پينځه يو ورځنۍ يا ۵۰ اووره سيالۍ وکړي.

د دواړو هېوادونو ترمينځ به ۲۰ اووره سيالۍ د اپرېل پر ۱۴مه، ۱۵مه، ۱۷مه، ۲۰مه او ۲۴مه کېږي. ورپسې به يو ورځنۍ لوبې د اپرېل پر ۲۷مه، ۲۹مه او بیا د مې پر درېيمه، پينځمه او اوومه کېږي.

د پاکستان کرکټ بورډ په وینا، لومړۍ درې سیالۍ په لاهور، ورپسې څلور لوبې په راولپېنډۍ او وروستۍ درې لوبې په کراچۍ کې کېږي.